Naqib Afghan

25 Flips | 2 Magazines | @NaqibAfghan | Keep up with Naqib Afghan on Flipboard, a place to see the stories, photos, and updates that matter to you. Flipboard creates a personalized magazine full of everything, from world news to life’s great moments. Download Flipboard for free and search for “Naqib Afghan”

دجنازى مى ورته مه وايه توهين يې کيږى؛؛ يار به په ځمکه ځي او زه به په اوږو روان يم $hen∅&y

طاهر ترنګزوال

Past, Present and Future, all surrounded by halos of gemstones! A=>http://jeulia.io/2hkinjW B=>http://jeulia.io/2heD14n C=>http://jeulia.io/2hku873 D=>http://jeulia.io/2hD5QEH See More>>http://bit.ly/2eLXeyg Wedding Ring>>http://bit.ly/2edhbxa 15% off when add to cart & $60 OFF $180+; $30 OFF $120+👉Code『CUT30』or 『CUT60』

د غوزانو (چهارمغزو) حیرانوونکي ګټي غوزان یا چهار مغز د وچوو میوو له ډلي یوه خوندوره او ګټوره میوه ده، غوزان په ۲۰۰۳ میلادي کال کښي د FDA ( د امریکا د خوړو او درملو) د ادارې له خوا د ښه او ګټوري مادې په صفت تائید او وپیژندل سول، غوزان د زیاتو منرالونو، ویټامینونو او پروټینو په لرلو سره ستاسو د روغتیا لپاره د ډیري ګټوري وچې میوې څخه شمیرل کیږي، څیړونکي وايي چې غوزان د مومپلیو، بادامو او پستې په پرتله ډېر صحي مغزیات دي، د لته يې پر ځینو ګټو ږغېدلي یو: د شکري ناروغۍ څخه مو ساتي: په یوه څېړنه کي چي د استرالیا د ولونګونګ په پوهنتون کښي ترسره سوې وه راغلي چي (غوزان مو د شکري د ناروغۍ د پرمختیا مخنیوی کوي) البته د دوهم ډول شکري (diabetes type 2) ناروغۍ څخه چې همدا دوهم ډول یې د شکري ناروغۍ نژدې ۹۵ ٪ سلنه جوړوي. زړه مو سالم ساتي: غوزان مو د امینو اسیدو په لرلو سره د زړه د ناروغیو څخه ژغوري او زړه مو روغ ساتي، په ورځ کي یوازي د څلور دانو غوزانو خوړل مو د زړه روغتیا ساتي او د زړه د حملې مخنیوی کوي. په نړۍ کښي نژدې ۵۰ سلنه خلګ خپل ژوند د زړه د حملې له کبله د لاسه ورکوي، همدارنګه د ویني د لوړ فشار څخه مو هم ساتي. هډوکي مو پیاوړي کوي: غوزان د مهمو شحمي اسیدونو (Essential fatty acids) په درلودلو سره د کلسیم په جذب کښي مرسته کوي او په بدن کښي ناکاره کلسیم له منځه وړي، نو ځکه مو غوزان د هډوکو په روغتیا کښي مهم رول لري. پوست مو روغ او روښانه ساتي: غوزان مو د ویټامین B او انټي اکسیډانټ په لرلو سره پوست د ازادو راډیکلونو د ضررونو څخه سالم او روښانه ساتي، همدارنګه مو پوست د لمر څخه د رسیدونکي زیان څخه ژغوري، د ورځي یوازي د څو دانو غوزانو خوړل مو پوست د ګونځو څخه ساتي که غواړی چي روښانه پوست ولری نو د غوزانو خوړل مه هیروی. جنسي قوت او سپرم زیاتوي: په کلفرونیا پوهنتون کښي د سوو څېړنو پر بنسټ د ورځي د ۷۵ ګرامه غوزانو خوړل د هغه کسانو سپرم زیاتوي کوم چې عمرونه یې د ۲۱ او ۳۵ کلنو ترمنځ وي، همدارنګه د دورځي د دوو یا درو غوزان خوړل مو جنسي طاقت زیاتوي. دماغ ، ذهن او حافظه مو روغه او قوي ساتي: که غواړی دماغ مو روغ اوسي نو غوزان مه هیروی ځکه غوزان مو نه یوازی ‌ذهن او دماغ روغ ساتي بلکي حافظه مو قوي ساتي او همدارنګه د الزایامیر (د عقل د زوال) د ناروغۍ خطر کموي چې اوس په نړۍ کښي ډیرې لوړ عمر لرونکي کسان په همدې ناروغۍ اخته دي او ډېری یې خپل ژوند د لاسه ورکوي. ښځي د سينو(تیو) د سرطان څخه ژغوري: په ټولیز ډول غوزان د سرطان لپاره یو له ګټورو میوو څخه ده خو یوه څیړنه چې په مارشال پوهنتون کښي ترسره سوی څیړونکي (ډوکټور ایلین هاردمن) او (جویین سي) وایي چې د ښځو د سرطان د مخنیوي لپاره د ګټور میوو څخه یو هم غوزان دی چې په ښځو کښي د سینو د سرطان مخه نیسي. د بدن میتابولیزم مو چټکوي: د سهار پر مهال د غوزانو استعمال زیاته انرژي درکوي او ورځني فعالیتونه مو منظموي، نو که غواړی په ورځنیو چارو کښي فعال او چلاک واوسی نو د غوزانو خوړل مه هیروی. ورښتېان مو قوي ساتي: غوزان د ويټامین B بډایه سرچینه ده، همدارنګه د بیوتین په شتون سره چې په ویټامین B7 سره پیژندل کیږي د وریښتېانو لپاره تر ټولو ګټور ویټامین دي، نو ځکه غوزان د ورښتېانو د ودې او قوي کیدو تر څنګ د وریښتېان ریزش، او د وریښتېانو د تویېدو مخنیوی کوي. چاغیدو څخه مو ساتي: د هغه خبرو پر خلاف چې ځیني خلګ پر دې باور دي چې غوزان وزن زیاتوي بلکي داسي نه ده، د نوو څیړنو پر بنسټ د غوزانو استعمال وزن نه زیاتوي بلکي ستاسو د وزن د زیاتېدو مخنیوي کوي ځکه غوزان مو د بدن اړین کولسټرول زیاتوي او ناکاره کولیسټرول له منځه وړي. د خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل: په بدن کښي یوه ماده ده د مېلاتونین په نوم چې د تیارې په هکله اړونده پیغامونه عصبي سیستم ته رسوي، او د خوب په تنظیم کښي برخه اخلي، غوزان دغه ماده تحریکوي چې په پایله کښي بدن د یو ښه خوب لپاره اماده کوي نو له دې امله غوزان د ښه خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل دي. د امینداورۍ پر مهال د ماشوم او مور روغتیا ساتي: غوزان د امیندوارۍ پر مهال د ښځي لپاره یو له غوره غذاو ګڼل کیږي چې د مور په نس کښي ماشوم د باندنیو خطرونو څخه ژغوري. د سټریس( ورځنی فشار) او خپګان څخه مو ساتي: دا چې غوزان د فایبر، اومیګا ۳ غوړیو ، غیر مشبوع غوړیو خصوصاً آلالینولنیک اسیدو یوه بډایه سرچینه ده نو له همدې امله ستاسو سټريس له منځه وړي په ورځني استعمال سره یې کولای سی ورځنی فشار او سټریس مو ختم کړی. یادونه: د غوازانو په خوړولو کښي باید افراط ونه کړئ او په ورځ کښي تر ۴ یا ۵ دانو اضافه ونه خورئ، په پیردولو کښي پام کوی چې تازه غوزان وپیری ځکه که چیري غوزان د ډېر وخت لپاره د پوښو څخه ایستل سوی وي، نو په ګرمه هوا کښي کیدای سي غوزان خپل غوړ وباسي او ډیر ژر په ویرسونو ککړ سي نو کوښښ وکړي تازه او یا هم هغه غوزان واخلی چې د خپل پوښ څخه نه وي ایستل سوی.

Getting Engaged? Celebrating anniversary? Jeulia can help you make it perfect! Buy Now=>http://jeulia.io/2gvMgct Best Seller=>http://jeulia.io/2hhIyHB All Free Shipping★★★★★!

This Christmas surprise you loved one with A gift they'll never forget!(SKU: RPSMY-28) #jeuliajewelry #jeulia #jewelry #engagementring #weddings #ring

18 اتلسمه برخه خير نوزه به ولاړه شم، بس همداتاسو خبرې کوئ. درېواوړو ښه په لوړ اواز وخندل،اکرام خپلې څوکۍ کې کېناست. ددفتر مستخدم ته يې چې څنګه هدايت او رهنمايي کړې وه هماغه شان يې کړي و چای يې له څو ډوله کېکونو او بيسکټو سره راوړ. مرسل وويل ښاغليه،دې ته هېڅ ضرورت نه و، خو زينت غلې وه، دشيدو چای پيالوکې واچول شو. زينت اکرام ته په موسکاسره وويل: بخښنه غواړم،استاده کولی شم ستاسو له کمپيوټر څخه انټرنېټ ستفاده کړم؟ اکرام ورته وويل هو ولې نه!خولومړی داراته ووايه چې کمپيوټر او انټرنېټ سره دې کله بلدتيا پيداکړي؟ هغې ورته وويل هغه تاچې داسانه انټرنېټ په نوم کتاب راکړی،کله کله مې د ورور په کمپيوټرکې دهمغې په مرسته کار کوم. ښه سمه ده راشه مهربانې وکړه. نجلۍ راغه د اکرام په نوم فولډرته ننوته،دانځورونوپه کتلو بوخته شوه،ښايسته ځنډ پورې يې وکتل نوره بېرته دمننې په ويلوسره خپلې څوکۍ ته ولاړه. دغه شان شېبې څومره ژر تېرېږي دومره ژر ۱١بجې شوې، نور نو بايد اکرام ټلوېزيون ته تللی وای،دوی ته يې وويل زينت جانې راځئ چې ځوتلويزون ته زه يو دوه خپرونې ثبتوم چې ميلمانه مې راغوښتې ،تاسو هم له ځانه سره بيايم اوزه پوهېږم چې دشيدو چای اوبيسکټو مو اشتها خرابه کړه دخپرونوله ثبتولو وروسته به غرمنۍ وخورو. مرسل وويل نه ښاغليه ډېره ډېره مننه مونږبه درنه ولاړې شو زه هم درسونه وايم ازموينې مې رانږدې دي بس دی تاسو مووليدلۍ زينت راته پرون وويل چې دلته مې استاد دی اوډېر راباندې ګران دی يوځل ورځو. اکرام ورته ويل ډېرموښه وکړه خو که غواړئ زه خوشال شم دغرمې ډوډۍ ماسره وخورئ ما زينت ته ويلي زه يو دوه خپروني ثبتوم مېلمانه راځي، اوکه تاسو وايئ نوله مېلمنوبخښنه غواړم، رخصت به يې کړم، مګر تاسوبه ډوډۍ راسره خورئ،داحتمي او جبري خبره ده. زينت غلې ولاړه وه، هېڅ يې نه ويل،اکرام پوهېده چې د زينت په زړه کې به دا خبرې تېرېده چې کاش مرسل ورسره نه وای، چې هغې خپل زړه ښه ورته تش کړی وای، خو داکرام لپاره مرسل ډېره په ګټه وه. مرسل هم ورسره ومنله،دټلوېزيون په طرف روان شول. موټر راغی درې واړه پکې کېناستل،هلته چې ورسېدل، په دروازه کې دتالشۍ په وخت کې يې ورته وويل دا دواړه مې مېلمنې دي،د نورو دوه مېلمنو نومونه يې هم ورکړل چې راورسېږي اوسټډيوته يې رهنمايي کړي. دوی ولاړل،زينت او مرسل يې انتظارخونه کې کېنولې،اکرام لاندې ښکته شو، ترڅو کېمره مينان،پيدا او سټډيوبرابره کړي. دهغه همکاران خبر شوي وو چې له اکرام سره دوه ښکلې نجونې راغلي دي،ترهغې بېرته پاس ور خته دوه نجونې همکارانې يې له مرسل اوزينت څخه يو اوبل طرف ته ناستې او دزړه خواله يې ورسره پيل کړي وو. خو دوی ورته ډېرې زروړې نه غږېدلې. يوې همکارې يې چې برېښنا نومېده، اکرام ته وويل: اکرام صيب،دا مېلمنې خودې هېڅ خبرې نه کوي،خوماشاءالله يوه دبلې نه ښکلې دي. هغه ورته وويل: ستاسواو ددوی ترمنځ دومره فرق دی لکه د ونې او ديوال شارو ترمنځ چې وي،دادواړه دېوالي شاروګانې دي اوتاسودونې،نو دونې دشارو بچي،ددېوالي شارو دبچيوپه نسبت ژر په خبروراځي. برېښنا او وږمې په کړس خو زينت او مرسل له ځان سره وخندل،يوبل ته يې معرفي کړي،وږمې چې دفېشن په نوم يوه خپرونه يې چلوله له زينت هيله وکړه ترڅو ورسره يوه خپرونه ثبت کړي،خو هغې انکار وکړ،بيايې مرسل ته وويل هغې هم ونه منله. په دې کې داکرام نارينه وو همکارانو هم يوه يوه سر راښکاره کاوه. داکرام يو مېلمه هم را ورسېده، نو اوس يې بايدخپرونه ثبت کړې وای،زينت اومرسل يې برېښنا او وږمې ته وسپارلې،اوخپله له مېلمه سره سټډيوته ښکته شو، دخپرونې په پنځلسمه دقيقه کې بايد وقفه اخستل شوې وای،همدا چې دوقفې اناونس يې ورکړ،پنځه شپږ جنکۍ،دتخنيک شعبې ته راننوتې، اوس نو داکرام دراډيودبرخې همکارانې،ځلا،سُنن،او يُسرا هم ورسره ملګرې شوې وې،کله چې يې دخپرونې اناونس ورکړ اوليدونکيوته يې ښه راغالست وويل، مېلمه يې مخاطب کړ،خومېلمه چې دوقفې پرمهال،يې دنجونوډله دتخنيک په څانګه کې وليده،يودوه ترې هېر شول،خبرې ترې ګډې وډې شوې،اکرام تخنيکر،ته اواز وکړ : سټاپ. نجونوته يې وويل: هيله کوم تاسوداځای خالي کړئ،خفه نشئ. هغوی هم بېرون ووتلې،کله چې خپرونه خالصه شوه، نومېلمه داکرام يوشاعر ملګری و،اکرام ته يې وويل،برپدر دې ددوی لعنت شي، داڅه وو دا؟ هلکه اکرامه!مزې خوتاسووکړې ،موږخوهسې وسوځېدو ههههههه.

Log In or Sign Up to View

This Facebook post is no longer available. It may have been removed or the privacy settings of the post may have changed.

Musafaro la dalai